د اتل تېتسو ناکامورا په اړه راپور

ډاکټر تېتسو ناکامورا؛ 

هغه نوم، چې پيدا په جاپان و؛ خو مړ په افغانستان شو

له نن څخه شاوخوا ۱۶ کاله وړاندې دغه جاپاني ډاکټر خپل کور او وطن پرېښودل. افغانستان ته راغی او دلته يې د افغان ولس د هوساينې او سوکالۍ لپاره هلې ځلې پيل کړې.

ډاکټر و او په پيل کې يې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کول؛ خو وروسته د صحي اوبو د زياتوالي او سپېرو دښتو د ابادولو او زرغونولو په فکر کې شو.

ښاغلي ناکامورا په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو، ټولنیزې بسیاینې او د کرنې په موخه د ځمکو آبادولو په موخه ډېر ګټور او رغنده رول لوبولی دی. په افغانستان کې يې زيات شمېر د صحي اوبو څاه ګانې، کانالونه او پارکونه جوړ کړي دي. چې تر ټولو لوی او ښکلی پارک يې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې دا زرغون پارک دی.

له ۶لکه څخه زياتو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړه، زرګونه هکتاره ځمکه يې کرهڼې وړ کړه، مکتب يې جوړ کړ، مسجد يې جوړ کړ، کلينکونه يې جوړ کړل؛ خو لا يې بس نه و ويلي او زيات شمير نور کارونه يې اوس هم تر لاس لاندې درلودل.

کليپ: عطاالله خوګياڼی، د ننګرهار د والي ویاند 

 ((ډاکټر ناکامورا په ننګرهار کې په زرګونه جريبه ځمکه کانالونه جوړکړي او د اوبو د کنټرول زمينه يې برابره کړې. ځمکې يې خړوبې کړي دي. هغه خدمتونه چې ده د زراعت او د اوبو د کنټرول په برخه کې کړي په تاريخ کې به ياد وي.))

د ختيځې سيمې اوسېدونکي د ډاکټر ناکامورا پر وژلو خفه دي. دی  د ختيځ د بيا رغونې اتل بولي او وايي چې مړينه يې د افغانستان لپاره يوه ستره ضايع ده.

واکس پاپ:

اباسين بهير، ټولنيز فعال

((په بيلابيلو سکتورونو کې ده کار وکړ، د زراعت، مالداري، باغداري او همډا ډول کرکيله. په دې ټولو برخو کې د ده لاسته راوړنې د هېرولو وړ نه دي. ډېر متاسف يو چې د هېواد دښمنانو دغسې يو ستر انسان زمونږ څخه واخيسته))

سرحدي ځواک، ټولنيز فعال

((ناکامورا يو ستر انسان و، دغه کارونه او دغه هسې يې نه هېرېدونکي دي. بدبختانه چې د هېواد د دښمنانو له لورې نن په قتل ورسول شو.))

ناکامورا يو عاجزه او بې ضرره انسان بلل کېده. سره د دې چې نوموړي د خلکو د هوساينې او د افغانستان د زرغونتيا لپاره کار کاوه؛ نو بيا ولې ووژل شو؟

د چارو شننونکي او فعالان د نوموړي وژل کېدل د ګاونډي هېواد کار بولي.

کليپ: شريف الله ناصري، د چارو شنونکی او ټولنيز فعال

((دا نه په پټه وايو دا نه غلې کوو نه دې خبره کې ډېرو تحقيقاتو ته حاجت شتته . ناکامورا د پنجاب ادارې وواژه. د ناکامورا ګناه دا وه د ناکامورا قصور دا و چې، د کونړ سيند چې د پنجاب لمنې ته تويېده، ده دا اوبه په سيستماتيک ډول مهار کولې، افغانان يې د خپلې رڼا، خپلې برېښنا او خپل زراعت خاوندان کول))

ډاکټر ناکامورا په ۱۹۴۶ م کال کې د جاپان هېواد په (Fukuoka) ښار کې زېږېدلی و. په ۱۹۷۳ کال له طبي پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته يې د جاپان هېواد په بيلابېلو روغتونونو کې دندې تر سره کړې وې.

ناکامورا د بېلابېلو فرهنګونو د پېژندنې او په نړیواله کچه د بنسټیزې همکارۍ له امله په ۲۰۱۳ کال کې د (Fukuoka) جایزه تر لاسه کړه.

نوموړی په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته راغی. د روان کال په اکتوبر مياشت کې ولسمشر غني د ناکامورا د فعاليتونو او کارونو قدرداني وکړه او نوموړي ته يې د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړ

ناکامورا اوس جاپاني الاصله افغانی بلل کېده او د افغانانو په زړونو کې يې ځانګړی ځای درلود.

د چهارشنبې ورځ سهار اته بجې په ننګرهار ولايت نامعلومه وسله ناکامورا له يو تن ډرايور او څلور تنه ساتونکي سره يو ځای وواژه.

ولسمشر غني دغه پېښه په سختو ټکو غندلې او د پېښې د ژر څېړنې امر یې هم کړی دی. ولسمشر غني په په یوې اعلامې کې ټولو افغانانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي چې په دې اړه د جاپان له سفير سره غږېدلی او د افغان ولس په استازيتوب يې ورته د تسليت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي.

  • 14 ليندۍ 1398